معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بنګلدېش لومړۍ وزیرې د څلورم ځل لپاره ټاکنې وګټلې

د بنګلدېش لومړۍ وزیرې د څلورم ځل لپاره ټاکنې وګټلې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۸ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د بنګلدېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینې د څلورم ځل لپاره ټاکنې وګټلې.

حسینې او ګوند یې عوامي لیګ او ټلوالې له ۳۰۰ پارلماني څوکیو لږ تر لږه ۱۵۲ وګټلې، چې په دې سره به پنځه کاله نوره په واک کې پاتې شي.

بنګلدېشي رسنیو ویلي، دا پرېکړه د بنګلدېش اصلي اپوزیسیون ملت پاله ګوند تحریم کړې او دا ټاکنې یې د شرم وړ بللې دي.

په دغه هېواد کې خپلواکو ګوندونو ۴۵ څوکۍ او جاتیه ګوند ۸ څوکۍ ترلاسه کړې دي. په پام کې ده چې په رسمي توګه به دغه پایلې نن دوشنبې اعلان شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس