کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۵۰مه غونډه کې د ګډون په موخه د کامېرون جمهوریت پلازمېنې یاوندې ته رسمي سفر وکړ.
د خبر پر بنسټ سرپرست وزیر به په دې دوه ورځنۍ غونډه کې چې د اګسټ پر ۲۹مه او ۳۰مه ترسره کیږي، د ګډون ترڅنګ د کوربه هېواد او د اسلامي همکاریو سازمان د ځینو غړو هېوادونو د بهرنيو چارو له وزیرانو او استازو سره دوه اړخیزې ناستې هم ولري.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/