معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د بهرنیو چارو سرپرست وزیر متحده عربي اماراتو ته په رسمي سفر ولاړ

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر متحده عربي اماراتو ته په رسمي سفر ولاړ

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته په رسمي سفر ولاړ.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، افغان پلاوی به د اماراتو له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا او ځینو نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

په یاد سفر کې به د افغان پلاوي هڅه وي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې او د اقتصادي پرمختګونو لپاره ګډې هڅې ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزارت د مسوولینو په وینا دا سفر د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د ښه والي لپاره ترسره کیږي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس