معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د بولدک –چمن پر سرحدي کرښه یو ځل بیا افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونه سره نښتي دي

د بولدک –چمن پر سرحدي کرښه یو ځل بیا افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونه سره نښتي دي

کندهار- ګهیځ نیوز( د لیندۍ ۲۱مه ۱۴۰۱):
د ډیورند د سرحدي کرښې په اوږدو کې د سپين بولدک- چمن دروازې ته نږدې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ یږ ځل بیا وسله واله نښته شوې چې په ترڅ کې یې دواړه غاړو ته ۷ کسان مړه او ۳۰ ژوبل شوي دي.
د راپورونو له مخې جګړه وروسته تر هغه پيل شوه چې افغان سرحدي ځواکونو ډیورنډ کرښې ته نږدې پوسته جوړوله او پاکستاني ځواکونو یې مخنیوی وکړ.
د کندهار د والي ویاند حاجي زید پدې اړه رسنیو ته ویلي دي چې د پاکستاني ځواکونو له لوري د ډزو په پایله کې افغان ځواکونو او ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
بل اړخ ته د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر هم د دې پېښې په اړه په یوه خپاره شوي بیان کې افغان پوله ساتي تورن کړي چې جنګ ته یې لمن ووهله او لومړی یې د پاکستان پر خاوره د درنو وسلو؛ لکه: هاوان او توغنديو مرمۍ وتوغولې.
د پاکستان د پوځ ددې د بیان له‌مخې پدې نښته کې په چمن کې ۶ ملکیان وژل شوي او ۱۷ نور کسان ټپیان دي.
د پاکستان پوځ همدارنګه ویلي چې ددې پېښې په اړه یې په کابل کې د افغانستان حکومت چارواکو ته د وضعیت د خړپړتیا احوال ورکړی او غوښتي یې دي چې په راتلونکي کې د ورته پېښو له تکرار څخه مخنیوی وشي.
بل اړخ ته د سیمي اوسیدونکو لویدیځوالو رسنیو ته ویلي چې ددې نښتې له امله تېره ورځ د چمن-سپین بولدک دروازه هم یو ساعت وړاندې د مسافرو پر مخ وتړل شوه او معلومه نده چې دغه دروازه به نن د مسافرو پر مخ خلاصه شي که نه؟
همدارنګه د سیمي اوسیدونکي وایي چې پاکستاني ځواکونو د هاوان مرمۍ د چمن – سپين بولدک دروازې ته له نږدې پوځي اډو توغولي او د چمن کورونه او مارکېټونه یې هدف ګرځولي.
تر دې وړاندې هم د جمن- سپین بولدک د سرحدي کرښې په اوږدو کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ نښته شوې وه چې یو پاکستانی پوځي پکې وژل شوی ؤ.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس