معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې

د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې

پنجشنبه/د لړم ۱۲مه
کابل/ګهیځ: د بښنې نړیوال سازمان د جرمونو پر نړیوالې محمکې غږ کړی، چې له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې، په افغانستان کې د جګړې د ټولو اړخونو له لوري ترسره شویو جرمونه وڅېړي.
دا غوښتنه د بښنې د نړیوال سازمان د سوېلي اسیا د برخې مشرې یمیني میشرا د جرمونو د نړیوالې محکمې د روانې اوونۍ د پرېکړې په غبرګون کې کړې.
هغې ویلي، د جرمونو د نړیوالې محکمې یا ICC څارنوال ته په کارده چې له دغه فرصت څخه ګټه واخلي او د جګړې د ټولو اړخونو په اړه فوري څېړنې پیل کړي.
د جرمونو نړیوالې محکمې څو ورځې مخکې وویل، چې د دې محکمې د لوی څارنوال دفتر ته یې واک ورکړ څو په افغانستان کې د جګړې په ترڅ کې د ترسره شویو جنګي جرمونو او بشریت ضد جنایتونو څېړنې له سره بېرته پیل کړي.
مېرمن میشرا ټینګار کړی چې د جرمونو د نړیوالې محکمې د څارنوالۍ دفتر باید پر خپل ټاکنیز چلند له سره غور وکړي او د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو، د امریکا د متحده ایالتونو د پوځ او سي آی اې د غړیو په ګډون د جګړې د زورورو لوبغاړو په اړه څېړنې ته نه لومړیتوب ورکول یوې خوا ته کړي ترڅو په افغانستان کې د جګړې د ټولو قربانیانو په اړه د عدالت مسله یقیني شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان ویلي وو چې د جګړې پر مهال د امریکايي او افغان حکومت د امنیتي ځواکونو د جرمونو په تړاو شوې ادعاوې له لومړیتوبه غورځوي.
د یادولو وړ ده، چې امریکا په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د نړیوالې محکمې د تازه پرېکړې مخالفت کړی.
د امریکا د ملي امنیت شورا چارواکو ویلي، دوی په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د چال چلند په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې له کومې هڅې خبر نه دي او فکر نه کوي چې دا کار دې ضرور وي.
د يادې محکمې د پرېکړې له مخې به د امریکايي پوځيانو، د پرځېدلي افغان جمهوریت او ط البانو چلند او د جګړې پر مهال له نرخه وتلې کړنې څېړل کېږي او هغه ادعاوې به پلټل کېږي چې په ۱۳۹۶ کې یې دوسیه برابره شوې وه.
د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د حاکم نظام چارواکو تر اوسه د هاګ نړیوالې محکمې دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس