معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تاجکستان د کاسا زر پروژې د پیل غوښتنه کړې

د تاجکستان د کاسا زر پروژې د پیل غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۳  نېټه):

د راپورونو له مخې د تاجکستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر امام علي رحمان د نړیوال بانک له مشر اجې بنګا سره کتنه کې د نورو مواردو ترڅنګ د کاسا زر پروژې د بیا پیل په اړه خبرې کړې دي.

د راپور پر بنسټ، دغه لیدنه په دوبۍ کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د ۲۸ م کنفرانس په څنډه کې ترسره شوې ده.

د اعلامیې له مخې ولسمشر امام علي رحمان پر دې ټینګار کړی، چې د برېښنا د لوړ ولتاژ لرونکې پروژې چارې باید له سره پیل شي.

د کاسا رز پروژه د افغانستان له لارې د مرکزي آسیا د انرژۍ مارکېټ له جنوبي آسیا سره نښلوي. د دغې پروژې په عملي کېدو سره به له قرغزستان او تاجکستان څخه ۱۳ سوه مېګاواټه برېښنا افغانستان او پاکستان ته ولېږدول شي.

تېر کال نړیوال بانک د دې پروژې د نه تمویل کېدو خبر ورکړی و او لا یې هم په اړه نوي څه نه دي ویلي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس