معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تاجکستان کې د ځمک ښویېدنې خبرداری لا په خپل ځای دی

د تاجکستان کې د ځمک ښویېدنې خبرداری لا په خپل ځای دی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۷مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې ازبکستاني چارواکو ویلي، چې د تاجکستان په سېلاب ځپلو سیمو کې د ځمک ښویېدنې خبرداری لا په خپل ځای دی.
وړاندې تر دې تاجکستان کې د راوتلو سېلابونو له امله ۱۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
د رسنیو د راپورونو له مخې په تاجکستان کې تر سختو اورښتونو او توپان وروسته سېلابونو د ۱۳ تنو ژوند اخیستی.
د منځنۍ اسیا د دغه هېواد د بېړنیو حالاتو کمېټې ویلي، چې دغه مړینه د پلازمېنې دوشنبې اړوند وحدت او رودکي سیمو کې اوښتي دي.
چارواکو ویلي، چې سېلابونو په دغو سیمو کې لارې او سړکونه هم ویجاړ کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس