معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د تاریخي ابداتو ساتنه؛ د احمد شاه بابا کور بیا رغول کېږي

د تاریخي ابداتو ساتنه؛ د احمد شاه بابا کور بیا رغول کېږي

کابل/ګهیځ: یکشنبه (د تلې/میزان ۲۴مه (د اطلاعاتو او کلتور وزارت په قندهار کې د افغانستان د لوی امپراطور احمد شاه بابا کور د تاریخي ابدې په توګه بیا رغوي.

دغه وزارت وایي چې د احمد شاه بابا د کور بیا رغونې لپاره پلان شته، چې بېرته و رغول شي او له ویجاړېدو و ساتل شي.

د باختر اژانس د خبر له مخې، دا څرګندونې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه قندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې کړي دي.

ملا خیرخواه د احمد شاه بابا له کوره د لیدنې پرمهال ویلي: “د احمدشاه بابا کور د ترمیم لپاره د وزارت په کچه پلان موجود دی، تر څو د لوی احمدشاه بابا کور په ښه ډول ترمیم او له تخریب څخه وژغورل شي “.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د دغه کور تر څنګ د هېواد د نورو تاریخي ابدو د ترمیم هوډ هم لري.

د احمد شاه بابا کور، چې شاوخوا ۳۰۰ کاله مخینه لري او تر پروسږکاله په کې د هغه وارثان اوسېدل، د تېر ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان پر بنسټ استملاک او د قندهار ښاروالۍ ته وسپارل شو.

خو په دې وروستیو وختونو کې د دغه کور د ځينو برخو ورستېدو د ټول کور د ویجاړېدو اندېښنې راپورته کړي او ساتونکو یې څرګنده کړې وه که ژر تر ژره یې د رغېدو چارې پیل نه شي نو د ټول کور د نړېدو او له منځه تلو ګواښ موجود دی.

د یادولو وړ ده، چې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني قندهار ته د یوه سفر پر مهال د ارګ د سلام خانې ماڼۍ په څېر د دغه تاریخي ځای د رغېدو ژمنه کړې وه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس