د تاریخی ابداتو ساتنه؛ د احمد شاه بابا کور بیا رغول کېږی

کابل/ګهیځ: یکشنبه (د تلې/میزان ۲۴مه (د اطلاعاتو او کلتور وزارت په قندهار کې د افغانستان د لوی امپراطور احمد شاه بابا کور د تاریخی ابدې په توګه بیا رغوی.

دغه وزارت وایی چې د احمد شاه بابا د کور بیا رغونې لپاره پلان شته، چې بېرته و رغول شی او له ویجاړېدو و ساتل شی.

د باختر اژانس د خبر له مخې، دا څرګندونې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه قندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې کړی دی.

ملا خیرخواه د احمد شاه بابا له کوره د لیدنې پرمهال ویلی: “د احمدشاه بابا کور د ترمیم لپاره د وزارت په کچه پلان موجود دی، تر څو د لوی احمدشاه بابا کور په ښه ډول ترمیم او له تخریب څخه وژغورل شی “.

نوموړی ډاډ ورکړی، چې د دغه کور تر څنګ د هېواد د نورو تاریخی ابدو د ترمیم هوډ هم لری.

د احمد شاه بابا کور، چې شاوخوا ۳۰۰ کاله مخینه لری او تر پروسږکاله په کې د هغه وارثان اوسېدل، د تېر ولسمشر محمد اشرف غنی د یوه فرمان پر بنسټ استملاک او د قندهار ښاروالۍ ته وسپارل شو.

خو په دې وروستیو وختونو کې د دغه کور د ځینو برخو ورستېدو د ټول کور د ویجاړېدو اندېښنې راپورته کړی او ساتونکو یې څرګنده کړې وه که ژر تر ژره یې د رغېدو چارې پیل نه شی نو د ټول کور د نړېدو او له منځه تلو ګواښ موجود دی.

د یادولو وړ ده، چې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غنی قندهار ته د یوه سفر پر مهال د ارګ د سلام خانې ماڼۍ په څېر د دغه تاریخی ځای د رغېدو ژمنه کړې وه.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.