معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر او قطري سیال یې پر افغانستان غږېدلي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر او قطري سیال یې پر افغانستان غږېدلي

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۲۰مه) د ترکیې او د قطر بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې کړي دي.
د ترکیې د اناتولیا خبري اژانس د راپور له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له خپل قطري سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره پرون یکشنبه (د مرغومي ۱۹مه) پر ټیلفون د افغانستان په اړه خبرې کړې.
په دې اړه د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې یوازې دومره ویل شوي چې دواړو وزیرانو د افغانستان روان وضعیت وڅیړو خو د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په دې وروستیو کې هڅې ګړندۍ کړې چې د کابل د نړیوال هوایي ډګر په ګډون د افغانستان پنځه هوایي ډګرونه بېرته فعاله کړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش اغلو تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پر دې خبرې روانې دي چې ترکي او قطري خصوصي کمپنۍ څرنګه د کابل په شمول د افغانستان پنځه هوایي ډګرونه فعالولی شي.
د چاوش اوغلو په وینا د ترکیې او قطر کمپنیو په خپلو کې په دې اړه هوکړه کړې خو دوی لا هم د اسلامي امارت د حکومت هوکړې ته انتظار باسي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس