ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومی ۲۰مه) د ترکیې او د قطر بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې کړی دی.
د ترکیې د اناتولیا خبری اژانس د راپور له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له خپل قطری سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن الثانی سره پرون یکشنبه (د مرغومی ۱۹مه) پر ټیلفون د افغانستان په اړه خبرې کړې.
په دې اړه د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې یوازې دومره ویل شوی چې دواړو وزیرانو د افغانستان روان وضعیت وڅیړو خو د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په دې وروستیو کې هڅې ګړندۍ کړې چې د کابل د نړیوال هوایی ډګر په ګډون د افغانستان پنځه هوایی ډګرونه بېرته فعاله کړی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش اغلو تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پر دې خبرې روانې دی چې ترکی او قطری خصوصی کمپنۍ څرنګه د کابل په شمول د افغانستان پنځه هوایی ډګرونه فعالولی شی.
د چاوش اوغلو په وینا د ترکیې او قطر کمپنیو په خپلو کې په دې اړه هوکړه کړې خو دوی لا هم د اسلامی امارت د حکومت هوکړې ته انتظار باسی.
گهیځ