معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ترکیې د مرستو اتمه جوپه هم هرات ته رسېدلې

د ترکیې د مرستو اتمه جوپه هم هرات ته رسېدلې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۵  نېټه):

د راپورونو له مخې له افغانستان سره د ترکیې هېواد د مرستو په دوام اتمه جوپه هم د دغه هېواد د سفیر له لوري د هرات په تورغنډۍ بندر کې د سرپرست حکومت چارواکو ته وسپارل شوه.

د راپور پر بنسټ دا مرسته چې ۵۰۸ ټنه ده، په کې خوراکي توکي، جامې، درمل، کمپلې او خېمې شاملې دي.

د اقتصاد وزارت مرستیال ویلي، چې له دغو مرستو څخه به یې ۳ سوه ټنه په زلزله ځپلو او ۲ سوه ټنه نوره به یې په هغو کډوالو ووېشل شي، چې تازه له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي دي.

ترکیې د افغانستان له اړمنو وګړو سره تردې وړاندې هم ورته مرستې کړي او لا یې هم مسوولینو د خپلو مرستو پر دوام ټنګار کړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس