معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ترکیې په ۹ زلزله ځپلو ولایتونو کې د لټون او ژغورنې عملیات رسماً پای ته ورسېدل

د ترکیې په ۹ زلزله ځپلو ولایتونو کې د لټون او ژغورنې عملیات رسماً پای ته ورسېدل

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب لومړۍ نېټه):
د ترکیې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر یونس سیزر تېره ورځ په انقره کې خبریالانو ته وویل، چې د مارش، قهرمان او حتای له ښارونو پرته په نورو ولایتونو کې د لټون عملیات په رسمي ډول پای ته ورسېدل.
د چارواکو په وینا په دغه هېواد کې د وروستۍ خونړۍ زلزلې د قربانیانو شمېر ۴۱ زرو تنو ته رسېدلی دی.
د جرمني د DPA خبري اژانس د راپور له مخې د ترکیې په ګاونډي سوریه کې بیا ۵ زره ۹ سوه کسان وژل شوي، خو ښايي دا وروستۍ شمېره نه وي، ځکه چې په سوریه کې د قربانیانو شمېر به ژر د جګړو له امله معلوم نه شي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې دغې زلزلې په سوریه کې ۸،۸ میلیونه وګړي اغېزمن کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس