معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د ترک هېوادونو سرمشریزه کې د افغانستان پر ملاتړ ټینګار شوی

د ترک هېوادونو سرمشریزه کې د افغانستان پر ملاتړ ټینګار شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترکیې ولسمشر د قیرغېزستان په پلازمېنه بېشکېک کې د ترک هېوادونو په ۱۱مه سرمشریزه کې د سیمې سوله او ټيکاو د افغانستان له ثبات سره تړلی بللی.

رجب طیب اردوغان دغه راز زیاته کړې، چې د ده په باور، د سرپرست حکومت له لوري د بشري حقونو پر بنسټ پراخ چلند کولی شي افغانستان ته د نویو فرصتونو دروازې پرانیزي.

د ازبکستان ولسمشر هم په دې سرمشریزه کې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د منظمې ارتباطي کړنلارې جوړېدل مهمې بللي او ټینګار يې کړی، چې د افغانستان موضوع باید د ترک هېوادونو د سازمان له مهمو مسایلو وي.

شوکت میرضیایوف دغه راز له سرپرست حکومت سره په اقتصادي او زیربنایي برخو کې همکاري د افغانستان د شته ستونزو په حل کې مهمه بللې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس