معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تل پاتې سولې لپاره ملي بحث ته اړتیا ده

د تل پاتې سولې لپاره ملي بحث ته اړتیا ده

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې له سیاسي مرستیال سره لیدنه کې ویلي، چې هېواد کې د تل پاتې سولې لپاره د افغانانو ترمنځ ملي بحث ته اړتیا ده.
کرزي ویلي، چې روانو ناخوالو د حل لپاره باید په ملي کچه د افغانانو ترمنځ خپلمنځي ناسته او خبرې وشي.
نوموړي په دې لیدنه کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د خلاصون په ګډون د هېواد پر روانو چارو هم خبرې کړي دي.
تر دې وړاندې ځينو نورو سیاستوالو هم په ملي کچه هېواد کې د خبرو_اترو په ترسره کېدو ټینګار کړی، خو د سرپرست افغان حکومت چاواکو ویلي، اوس وخت د دې نه دی چې له سیاستوالو سره په خبرو_اترو باندې وخت ضایع شي.
دوی ویلي، چې غېږ یې ټولو افغانانو ته خلاصه ده او هر افغان وګړی کولی شي چې پرته له کوم ډار او وېرې خپل هېواد ته راستون او دلته ژوند وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس