معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تورخم – جلال آباد سړک به ډېر ژر پر ترافیکو نښو سمبال شي

د تورخم – جلال آباد سړک به ډېر ژر پر ترافیکو نښو سمبال شي

ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي کابل ۱۱ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت د ترافیکو مدیریت ویلي، چې د تورخم – جلال آباد لار کې تر داغ ګیرۍ او رغونې وروسته به دا لویه لار په ټولو ترافیکي نښو سمبال شي.

بل لور د ننګرهار د ټولګټو چارو رییس هم ویلي، چې د تورخم – جلال آباد لویې لارې لومړي سړک د داغ ګیرۍ چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي او پاتې لس سلنه چارې به یې هم ډېر ژر بشپړې شي.

د نوموړي په خبره د یادې لارې د دوهم لېن ۷۵ سلنه چارې چې د پاکستاني قرارداد کوونکي شرکت لخوا تېر کې شوي، تر اوسه په ټپه ولاړې دي.

د تولګټو چارو رییس زیاتوي، چې په دې اړه له مسوولینو سره غږېدلی، څو د قراردادي لخوا د چارو نه پیل په صورت کې دوی خپله د دوهم لېن سړک پاتې چارې تکمیل کړي.

د تورخم – جلال آباد پر لویه لار موټر چلوونکي هم د تخریب شویو لارو پر رغون خوښ دي، خو له مسوولینو غواړي چې د دغو چارو تر بشپړېدو وروسته دې سم دستي ترافیکي نښې هم ولګوي

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس