کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۲ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار امنیې قومندانۍ رسنیز دفتر ویلي، چې د مومندرې ولسوالۍ اړوند هزارناو سیمه کې د تورخم – جلال آباد پر لویه لار یو ویکسار موټر له سړک څخه لوېدلی، چې له امله یې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه مېرمنې ټپيانې دي.
د رسنیز دفتر په وینا د ټرافیکو مدیریت کارکوونکو پېښه بررسي کړې، ټپیان يې د درملنې په موخه سیمه يیز روغتون ته لېږدولي او جسدونه یې د هغوی کورنۍ ته سپارلي دي.
تر اوسه د دغې پېښې علت نه دی په ډاګه شوی، خو ترې دې وړاندې د تورخم – جلال آباد لویې لارې د ګنډوکپر او ګڼې – ګوڼې د ډېرښت شکایتونه شوي دي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/