معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تورخم دروازه نن د اتمې ورځې لپاره هم هر ډول تګ-راتګ پر مخ تړلې ده

د تورخم دروازه نن د اتمې ورځې لپاره هم هر ډول تګ-راتګ پر مخ تړلې ده

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم دروازه نن د اتمې ورځې لپاره هم هر ډول تګ – راتګ او ټرانزیټ پر مخ تړلې ده.
یو شمېر ځایي سرچینو ګهیځ نیوز ته ویلي، چې دغه دروازه پاکستاني لوري تر نا معلومې نېتې پورې تړلې ده.
ځایي افغان مسوولینو له خلکو غوښتي، چې پر دغې لارې دې د تلو یا راتلو په موخه د لارې خلاصون تر خبرتیا پورې د سفر نیت نه کوي.
تر اوسه پاکستاني لوري د دغې لارې د خلاصون په اړه رسما څۀ نه دي ویلي، خو افغان لوري د لارې خلاصون په اړه یو وار له پاکستاني لوري سره ناسته وکړه، اما کومه مثبته پایله یې نه لرله.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس