معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تورخم لارې تړل کېدو سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اړولی

د تورخم لارې تړل کېدو سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اړولی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي، نږدې ۲ اونۍ کیږي چې د تورخم لار تړل شوې، چې له امله یې سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی.

د دې خونې مسوولینو له پاکستاني چارواکو غوښتي، هغو ننګونو ته چې د دغې لارې د تړل کېدو لامل کیږي، رسېدنه وکړئ.

بل لور د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د اګسټ له ۲۱مې راهیسې د تورخم لارې تړل کېدو پاکستان ته هم شاوخوا ۵۴۰ میلیونه روپۍ زیان اړولی دی.

په پاکستان کې د سرپرست حکوکت شارزدافیر ویلي، چې د پاکستان چارواکو ډاډ ورکړی، چې پر دې ستونزه به غور وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پاکستان ته د ۳۲۹ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي وو، چې د تېر کال د شپږو میاشتو پرتله ۳۱ سلنه کموالی ښيي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس