معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تورخم له لارې د کډوالو راستنېدنه ډېره شوې

د تورخم له لارې د کډوالو راستنېدنه ډېره شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۷مه نېټه):
د راپورونو له مخې د تورخم بندر مسوولینو ویلي، چې له پاکستان څخه هره ورځ له ۲۰_۷۰ کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنېږي.
د مسوولینو په وینا په تېرو دوه میاشتو کې د راستنو شویو کډوالو کورنیو شمېر ۲ زره ۸ سوو ته رسېدلی دی. مسوولین زیاتوي، چې راستانه شوي کډوال په ننګرهار، کونړ، لغمان ،لوګر، ارزګان، کندز، هلمند او نورو ولایتونو کې ځای پرځای شوي دي.
د تورخم بندر د انتقالاتو آمر د تورخم بندر له لارې له پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنېدو لړۍ د چټکوالي لاملونه په هېواد کې د سرتاسري امن ټينګښت، د هغوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه او کډوالو ته د کاري زمینې برابرېدل په ګوته کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس