معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تورخم له لارې هره ورځ تر ۶ سوو پورې کورنۍ هېواد ته راستنیږي

د تورخم له لارې هره ورځ تر ۶ سوو پورې کورنۍ هېواد ته راستنیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې خېبر پښتونخوا کې د افغانستان کونسلګرۍ ویلي، چې پاکستان تېره میاشت یوازې څه باندې ۷ زره افغان کډوالې کورنۍ پر تورخم دروازه خپل هېواد ته شړلې دي.
د کونسلګرۍ د معلوماتو له مخې، ټولې ۷ زره ۱۶۲ کورنۍ چې د ټولو افرادو شمېره یې ۴۰ زره ۹۱۰ تنو ته رسیږي، افغانستان ته تللي دي.
د کونسلګرۍ يو چارواکي ویلي، چې د تېرو څو ورځو راهسې په تورخم هره ورځ له ۵۰۰ څخه تر ۶ سوو پورې کورنۍ خپل هېواد ته ستنېږي.
هغه ویلي، زياتې کورنۍ د پنجاب صوبې او خېبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو څخه بېرته هېواد ته روانې دي.
د افغان کډوالو وېستلو لپاره پاکستان د روانې اکتوبر میاشتې وروستۍ نېټه مهلت ټاکلی او ویلي یې دي، چې تر دې نېټې وروسته به ټول ناقانونه کډوال له پاکستان څخه وباسي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس