معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تورخم کمیسارۍ له لوري په زیاته اندازه د قیمتي تیږو د قاچاق مخه نیول شوې

د تورخم کمیسارۍ له لوري په زیاته اندازه د قیمتي تیږو د قاچاق مخه نیول شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم کمیسارۍ مرستیال ویلي، چې دوی د کمیسارۍ مسوولینو له لوري په تېرو څو اونیو کې د ۱۱ کیلو ګرامه قیمتي او نیمه قېمتي بیروچ، کرومايټ او نورو تېږو د قاچاق مخنیوی شوی دی.
د مسوولینو په وینا یادې تېږې چې پاکستان هېواد ته د تورخم بندر له لارې په ډېر مهارت سره د مسافرو پر لار انتقال او قاچاق کېدې، چې د کشفي راپورونو پر بنسټ نیول شوي دي.
د مسوولینو په وینا یاده موده کې د پاسپورت آمريت له لوري هم شل جلده جعلي پاسپورټونه نیول شوي دي.
تورخم بندر کې مسوولین هره ورځ دې ته ورته د قیمتي او نیمه قیمتي تیږو، تاریخي اثارو او بهر ته د غیر قانوني اموالو د لېږد مخنیوي په اړه خبرونه ورکوي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس