کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندوز ولایت کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د روان کال په تېرو ۸ میاشتو کې د څه باندې ۷۰ ټولګټو پروژو د پلې کېدو خبر ورکړی.
د مسوولینو په خبره دغه پروژې د یو شمېر همکارو موسسو په مالي ملاتړ پلې شوې دي.
د مسوولینو په وینا دې پروژو باندې ټولټال ۲۵۶ میلیونه ۶۲۱ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې له ډلې څخه یې د ۵۰ پروژو چارې بشپړې او پاتې نورې د بشپړېدو په حال کې دي.
مسوولینو زیاته کړې، چې د دې پروژو موخه د کلیوالي سیمو د اوسېدونکو لپاره د اسانتیاوو برابرول او د ژوند ښه کېدل دي، چې په کې د سړکونو پخول، د پلچکونو او د اوبو رسولو شبکو جوړول، د څاګانو کيندل او د چکډېمونو رغول شامل دي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/