معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تېرو دوو میاشتو پرمهال کابل کې د ګاز نیونې له امله ۱۴ تنو ژوند بایللی

د تېرو دوو میاشتو پرمهال کابل کې د ګاز نیونې له امله ۱۴ تنو ژوند بایللی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل امنیې قومندانۍ ویلي، چې د تېرو دوو میاشتو پرمهال پلازمېنه کې ۱۴ کسانو چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، د ګازو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ويلي، دغه کسان د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې د ګاز نیونې له امله مړه شوي دي.

بل لور د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د لرګیو د لوړې بیې او د برېښنا د نشتوالي له امله د خپلو کورونو د تودولو لپاره ډېری وخت له ګازي بخاریو کار اخلي، چې دا مسأله د یو شمېر کسانو د مړینې لامل کیږي.

د ژمي په رارسېدو سره د کابل ډېری اوسېدونکي په تېره بیا هغه خلک چې په اپارتمانونو کې ژوند کوي، د خپلو کورونو د تودولو لپاره د برېښنا په نشتوالي کې تر ډېره له ګازي بخاریو کار اخلي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس