معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تېر لوی اختر راهیسې د ننګرهار لۀ بېلابېلو سیمو نږدې ۵۰ زره سېلانیانو سیاحت کړی

د تېر لوی اختر راهیسې د ننګرهار لۀ بېلابېلو سیمو نږدې ۵۰ زره سېلانیانو سیاحت کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار اطلاعات او کلتور ریاست د ګرځندوی آمریت ویلي، چې د تېر لوی اختر راهیسې تر اوسه د ننګرهار له بېلابېلو سیمو څخه د ۵۰ زرو په شاوخوا کې سېلانیانو سیاحت کړی دی.
نوموړی وایي چې د سېلانیانو راتګ او سیاحت لپاره یې خپل ټول امکانات په کار اچولي او ورسره همکار دي.
دغه ولایت ته د سیاحت لپاره راغلي سېلانیان هم د دغې سیمې له ښکلاوو د لیدو لپاره نورو سیاحینو ته د راتلو بلنه ورکوي.
د دوی په وینا ننګرهار هم د هېواد نورو سیمو پۀ څېر ښکلي د سیاحت ځایونه لري، چې خلک کولی شي د دغې زرغون ولایت له بېلابېلو تاریخي، مشهورو او ښکلو سیمو نندارې وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس