معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د جنوبي کوریا په موان هوايي ډګر کې له دیوال سره د الوتکې د ټکر له امله ۸۵ تنو ژوند بایللی

د جنوبي کوریا په موان هوايي ډګر کې له دیوال سره د الوتکې د ټکر له امله ۸۵ تنو ژوند بایللی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د جنوبي کوریا په موان هوايي ډګر کې نن یکشنبه په ځایي وخت ۹ بجې د جیجو ایر هوایي شرکت یوې مسافر وړونکې الوتکې د ناستې پر مهال له ځغاست لیکې ووتله او له دېوال سره ټکر شوه.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، الوتکه له ټایلنډ څخه د جنوبي کوریا په لوري روانه وه، چې په کې ټول ۱۸۱ مسافر سپاره وو.

اسوشیټېډ پرېس خبري آژانس ویلي، په دې پېښه کې ۴۶ ښځې او ۳۹ نارینه وو ژوند بایللی دی.

د ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک بلل شوی دی.

د سرچینو په وینا، دا الوتکه د جیجو ایر هوایي شرکت اړوند وه.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس