کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لبنان حـ ـزب الله او اسراییلي اشغالګرو ترمنځ له څو ورځو پرلپسې نښتو وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ غونډه کړې.
د خبر پر بنسټ د لـبنان د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې اسراییل د نړیوالو حقونو ناقض بللی او له ملګرو ملتونو یې غوښتي، چې اسراییل دې ته اړ کړي، چې خپل یرغلونه پای ته ورسوي.
بل لور ناسته کې د اسراییلو سفیر ویلي، حـ ـزب الله د تېر کال اکتوبر له اومې تر اوسه پر اسراییلو ۸ زره توغندي ویشتلي، چې په پایله کې یې لسګونه کسان وژل شوي او لسګونه زره نور بې ځایه شوي دي.
د لـبنان حـ ـزب الله د غزې خلکو په ملاتړ پر اشغالي فلسطین دوامداره بریدونه کړي، چې د مسوولینو په وینا د اسراییلو بریدونه به یې پر دریځ کوم تاثیر ونه کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/