معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د حماس یو پلاوی له روسي چارواکو سره د خبرو لپاره مسکو ته سفر کوي

د حماس یو پلاوی له روسي چارواکو سره د خبرو لپاره مسکو ته سفر کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روسیې ټاس خبري آژانس خبر ورکړی، چې د فلسطین د حمـ ـاس جـ ـهادي غورځنګ د سیاسي دفتر مرستیال مـ ـوسی ابو مـ ـرزوق په مشرۍ یو پلاوی مسکو ته د سفر پلان لري، څو د بشري ناورین د کمولو په موخه له روسي چارواکو سره خبرې وکړي.

د یاد آژانس د راپور له مخې، د حـ ـماس غورځنګ یوې سرچېنې ویلي، چې دغه پلاوی به نن دوشنبه مسکو ته سفر وکړي او له روسي چارواکو به وغواړي، چې پر اسراییلو فشار راوړي، څو خپلو ژمنو ته غاړه کېږدي.

یاد سفر په داسې مهال ترسره کیږي، چې غزه کې صهیونېستي ځواکونه وخت ناوخت له اوربند څخه سرغړونې کوي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس