معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د حکومت سیاسي مرستیال دوحه کې د ځینې هېوادنو سفیرانو سره کتلي

د حکومت سیاسي مرستیال دوحه کې د ځینې هېوادنو سفیرانو سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال تېره ورځ دوحه کې د افغانستان لپاره د اروپایي او ځینو نورو هېوادونو له سرپرستو سفیرانو او ډيپلوماټانو سره کتلي دي.

د سرپرست حکومت مرستیال ویاند، پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په دې کتنه کې د برېټانیا، کاناډا، ایټالیا، فرانسې، سویلي کوریا، اسټرالیا، المان او امریکا د سفارتونو له سرپرستانو او ډیپلوماټانو سره د دوه اړخیزو اړیکو، امنیت او بشري همکاریو اړوند خبرې شوي.

په کتنه کې سیاسي مرستیال د نورو هېوادونو سفیران او ډيپلوماټان هڅولي، چې کابل ته راشي، خپلې استازولۍ پرانیزي او وضعیت له نږدې وڅاري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس