کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۰ مه نېټه):
د اسلامي همکاریو ټولنې تېره ورځ د خصوصي پوهنتونونو په ازموینو کې د نجونو پر ګډون د بندیز په اړه یوه اعلامیه خپره کړې.
دغه اعلامیه کې پر یادې پرېکړې خواشیني ښودل شوې او له د سرپرست افغان حکومت له مشرانو غوښتل شوي، چې د نجونو او ښځو له تعلیم څخه د محرومیت او د هغې د پراخو ټولنیزو او اقتصادي پایلو د مخنیوي په موخه دې خپلو پرېکړو او فرمانونو باندې له سره غور وکړي.
بلخوا د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د ټولنې مسوولینو ويلي، دغه ډول محدودیتونه به خصوصي پوهنتونونه له ګڼو نورو ستونزو سره مخ کړي.
هېواد کې پر نجونو او ښځو د محدودیتونو په لړ کې وړمه ورځ د لوړو زده کړو وزارت د یوه مکتوب په خپرولو سره په کانکور ازموینه کې د نجونو له نوم لیکنې مخنیوی وکړ.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/