کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د خوړو نړیوال پروګرام ويلي، د روان زېږیز کال په اوږدو ۱۲ هېوادونو او مرستندویه بنسټونو له افغان ولس سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې کړي دي.
د خبر پربنسټ د دغه پروګرام مسوولینو زیاته کړې، چې د افغانستان په اوسني وضعیت کې میلیونونه کسان د لوږې له ګواښ سره مخ دي، چې لاسنیوي لپاره یې یو میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، دې بنسټ په روان زېږدیز کال کې د نوزلېنډ، هند، سویلي کوریا، اروپايي ټولنې، د اسلامي پراختیايي بانک، ملګرو ملتونو او خصوصي مرستندویانو په ګډون له دولسو هېوادونو او بنسټونو مرستې ترلاسه کړې دي.
تر دې وړاندې د سرې میاشتې نړیوالې کمېټې په یوه راپور کې ویلي وو، په افغانستان کې نږدې ۲۰ مېلیونه کسان چې د ټول نفوس ۴۴ سلنه جوړوي، کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/