معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د خوړو نړیوال پروګرام وایي، تېر زېږدیز کال د افغانستان له نیمایي ډېرو وګړو سره د خوړو مرستې شوې

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، تېر زېږدیز کال د افغانستان له نیمایي ډېرو وګړو سره د خوړو مرستې شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۶ مه نېټه):
د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP ویلي، تېر ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې یې د افغانستان له نیمايي ډېرو وګړو سره د خوراکي توکو په برخه کې مرستې کړې دي.
دې ادارې په یوه راپور کې ویلي، افغانستان کې یې د تېر زېږدیز کال له جنورۍ تر ډسمبر میاشت پورې د څه باندې ۲۴٫۵ میلیونه وګړو سره، چې د ټول نفوس څه د پاسه نیمايي برخه جوړوي، د بېړنیو خوړو او تغذیې ملاتړ له لارې لاسنیوی کړی دی.
دوی دغه ادعا په داسې مهال کړې، چې لا هم د هېواد په ډېرو برخو کې خلک د فقر او لوږې سره مخ دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس