معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د خېبر پښتونخوا په باجوړ کې چاودنې د سنا پخواني غړي په ګډون څلور تنه وژلي

د خېبر پښتونخوا په باجوړ کې چاودنې د سنا پخواني غړي په ګډون څلور تنه وژلي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خېبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د یوې چاودنې په ترڅ کې د پاکستان د سنا د پخواني غړي هدایت الله خان په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.

د پاکستاني پولیسو په وینا، دا چاودنه تېره ورځ هغه مهال وشوه، چې هدایت‌الله خان د باجوړ ډمه ډولې سیمې ته په موټر کې روان و.

هدایت‌الله خان د خېبر پښتونخوا د پخواني والي شوکت‌ الله خان ورور و، چې د ۲۰۱۲ زېږدیز کال څخه تر ۲۰۲۴ زېږدیز کال پورې د پاکستان د سنا غړی و.

د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی او د تـ.ـحریک طـ.ـالبان پاکستان ډلې هم په کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس