معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د خېبر پښتونخوا په شانګله کې یو برید پنځو پاکستاني پولیسو نه مرګ – ژوبله واړوله

د خېبر پښتونخوا په شانګله کې یو برید پنځو پاکستاني پولیسو نه مرګ – ژوبله واړوله

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا په شانګله سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر یوې امنیتي پوستې برید شوی.

د خبر پر بنسټ په برید کې لږ تر لږه دوه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د ځایي سرچینو په وینا، برید د موټر سایکل سپرو کسانو لخوا شوی، چې تر برید وروسته د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.

تر دې دمه د دې برید مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د چارواکو په وینا د پېښې په اړه یې پلټنې روانې دي

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس