معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د خېبر پښتونخوا په کرمه کې لاریونوالو او پولیسو ترمنځ نښتې شوي

د خېبر پښتونخوا په کرمه کې لاریونوالو او پولیسو ترمنځ نښتې شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خېبر پښتونخوا په کرمې سیمه کې لاریونوال له پولیسو سره په نښتو اوښتي دي.

راپورونه وايي، چې د لاریون کوونکو د مخنیوي لپاره پاکستاني پولیسو اوښکې بهوونکي ګاز هم کارولی دی.

دغه نښتې وروسته له هغې پیل شوې، چې ځینو ګوندونو د سیمې د سولې او ټیکاو لپاره پر پرلتونو پیل وکړ.

د وضعیت خرابېدو له امله سیمه کې د برېښنا، اوبو او روغتیايي خدمتونو کمښت هم رامنځته شوی دی.

ځایي سرچینو ویلي، پولیسو د لاریونوالو د مخنیوي پرمهال له زوره کار اخیستی چې له امله یې یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي.

تر اوسه د دغې اخ و ډب د زیانونو په تړاو بشپړ تفصیل نه دی ورکړل شوی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس