کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې وسلوالو کسانو د خېبر پښتونخوا په کوهاټ ولسوالۍ کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې “CTD” دوه افسران مطاف او زید په ډزو وژلي دي.
د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې افسران خپلو دندو ته روان و او د ټنډا بند سیمې ته نږدې تر وسلوال برید لاندې راغلل.
د دغه برید مسوولیت د حافظ ګلبهادر ډلې منلی دی.
یادې ډلې دې وروستیو کې پر پاکستاني پوځیانو هدفمند بریدونه پیل کړي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/