معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د خېبر پښتونخوا په کُرمې ایجنسۍ کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي

د خېبر پښتونخوا په کُرمې ایجنسۍ کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۹ مه نېټه):
پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې درې سرتیري یې د خېبر پښتونخوا په کُرمې سیمه کې له وسلوالو مخالفینو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.
دوی زیاته کړې چې په جګړه کې دوه وسلوال جنګیالي هم وژلي دي.
که څه هم اعلامیه کې د درې پوځیانو وژل تایید شوي، خو د سیمې یو شمېر اوسېدونکو بیا ځایي خبریالانو ته ویلي، چې دغه برید کې پاکستاني پوځیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
یاده پېښه نن جمعه سهار وختي شوې ده.
تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نه ده کړې، خو دې وروستیو کې د پاکستان تحریک طـالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس