معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د درونټې برېښناکوټ دويم نمبر توربين په اساسي شکل ترميم شو

د درونټې برېښناکوټ دويم نمبر توربين په اساسي شکل ترميم شو

جلال آباد- ګهیځ نیوز( د مرغومي ۱۴مه ۱۴۰۱):
د درونټې برېښناکوټ دويم توربين (ماشين) چې له څه مودې راهيسې د ځينو تخنيکي ستونزو له امله له فعاليته لوېدلی و، په اساسي ډول ترميم او بيا ځلي فعاليت ته آماده کړای شو.
د برېښنا ریاست د خبر پاڼې له مخې د دې توربین شافټ او نور تجهيزات د برښناکوټ د پُرکاره او مسلکي تخنيکي کارکوونکو له لوري تر دوه میاشتنيو پرله‌پسې هلو ځلو وروسته په اساسي شکل ترميم شول.
د خبر پاڼې تر مخه د ننګرهار برېښنا رئيس مولوي جان محمد انقلابي د دويم نمبر توربين د پرانيستې پر مهال د برېښناکوټ له ټولو مسئولينو او تخنيکي کارکوونکو مننه وکړه او د هغوی هڅې او زحمتونه یې وستایل .
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې به د درونټې برېښناکوټ توربينونه د خرابېدو پر مهال د روسي انجينرانو له لوري ترميمېدل او افغانستان ته د هغوی په انتقال او مېشت کېد به لوړ مالي لګښتونه راتلل.
بل خوا د دويم نمبر توربين تر ترميمېدو او بيا ځلي فعالېدو وروسته به اوس د برېښناکوټ د توليد ظرفيت خپل اعظمي حد ته ورسيږي او د ښاريانو د برېښنا د کمښت او پرچاوۍ ستونزې به تر ډېره ورسره حل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس