معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د راتلونکي کال بودیجه کې لویې اقتصادي پروژې په پام کې نیول شوي

د راتلونکي کال بودیجه کې لویې اقتصادي پروژې په پام کې نیول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲ مه نېټه):
د مالیې وزارت مسوولینو ویلي، چې د ۱۴۰۲ مالي کال د بودیجې پر مسودې کار روان دی او هغه پرمختیایي پروژې په کې په پام کې نیول کیږي، چې د هېواد او خلکو پر اقتصادي ودي ډېر اغېز ولري.
دغه وزارت زیاتوي چې د ۱۴۰۲ مالي کال د بودیجې ترتیبولو بهیر پیل شوی او د تېر په څېر يې د ۱۴۰۲ مالي کال د بودیجې ترتیبولو لارښود ټولو ادارو ته استولی دى.
د مالیې وزارت مسوولینو زیاته کړې، چې یادو ادارو له ټاکلي ضرب الاجل سره سم د بودیجې طرحې مالیې وزارت ته استولي او اوس مهال د ۱۴۰۲ مالي کال د ملي بودیجې پر مسودې کار روان دی.
د وزارت په خبره، د بودیجې ترتیب په پروسه کې یوازې د مالي کال بدلون موندلی، ځکه د دوی په وینا مخکي به مالي کال د مرغومي له لومړۍ خو اوس د وري میاشتې له پیل سره سم پيل کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس