کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ UNHCR مشر سره د یو لړ مهمو روغتیايي مسایلو په اړه کتلي.
د خبر پر بنسټ دې کتنه کې د UNHCR مشر د افغانستان روغتیايي سکتور ته د خپلو دوامداره همکاریو ژمنه تازه کړې.
نوموړي ویلي، چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د هر اړخیزو روغتیايي خدماتو پراختیا او په لویو لارو کې د بېړنیو روغتیايي مرکزونو جوړول د دوی د کاري لومړیتوبونو څخه دي.
همدارنګه، د کډوالو ترمنځ د مسلکي کسانو د ظرفیت لوړونې او ګمارنې لپاره ځانګړې طرحه هم بحث ته وړاندې شوې، چې د دواړو لوریو د همکاریو پر مټ به پلې شي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو له دې نوښتونو ستاینه کړې او لا زیاته همکاري یې ترې غوښتې ده.
دا لیدنه په داسې حال کې کیږي چې هېواد کې د کډوالو شمېر ورځ تر بلې ډېریږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/