کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۹ مه نېټه):
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولین وايي، نوی لوکوموټیو اورګاډی به د جنورۍ پر ۳۰ مه له قزاقستانه حېرتان ته راورسېږي.
د دغې ادارې مشر بخت الرحمن شرافت زیاته کړې، چې له دې اورګاډي وروسته به دوهم دغه ډول اورګاډی د فبرورۍ تر اوومې پورې هېواد راورسېږي. نوموړي وړاندې ویلي، د قزاقي اورګاډي په رارسېدو به د افغانستان اورګاډي اداره نور ازبکستان ته اړتیا ونه لري او ټولې عملیاتي چارې به یې په خپله افغانان سمبال کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/