کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رويټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې اوکراين کې د احتمالي بريدونو له وېرې د امريکا سفارت تر امر ثاني پورې تړل شوی دی.
د امريکا حکومت خپلو اتباعو ته لارښوونه کړې، چې د احتمالي هوايي بريدونو له وجې خوندي ځايونو ته لاړ شي.
د سفارت په وينا د دوی چارې به د احتمالي بريدونو له امله بند وي او که د هوايي بريد خبرداری ورکړل شو، نو امريکايي وګړي دې ژر تر ژره ځانونه خوندي ځايونو ته ورسوي.
دا اقدام وروسته له هغه وشو، چې روسيې د اتومي وسلو کارولو په قانون کې بدلون راوست.
د دغه بدلون له مخې، روسيه کولی شي د اتومي بريدونو ځواب په اتومي بريد ورکړي.
په ورته وخت کې، امريکا اوکراين ته اجازه ورکړې چې له پرمختللو امريکايي لرې واټن ويشتونکو توغنديو څخه استفاده وکړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې کړکېچ لا پسې زیات کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/