معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د روسیې ملي امنیت شورا عمومي منشي کابل کې له یو شمېر افغان چارواکو سره کتلي

د روسیې ملي امنیت شورا عمومي منشي کابل کې له یو شمېر افغان چارواکو سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روسیې ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغان حکومت له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره جلا – جلا لیدنې کړي.

د خبر پر بنسټ نوموړي د ملا عـ ـبدالغني برادر او مولوي عبـ ـدالکبیر په ګډون له دفاع وزیر او ځینو نورو افغان چارواکو سره د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو، تجارت، ترانزیت او پانګونې په اړه خبرې کړي.

شویګو ژمنه کړې، چې د اسـ ـلامي امـ ـارت نوم له تور لېست څخه د وېستلو لپاره هڅې کوي.

دغو لیدنو کې دواړو لورو د همکاریو پراختیا لپاره د ګډې کمېټې پر جوړولو موافقه وکړه.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او په کابل کې د روسیې سفیر هم له دې پلاوي سره ملګري وو.

دې وروستیو کې د افغانستان په اړه سیمه‌ ییزې سیاسي هڅې زیاتې شوې دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس