معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې اټکل کړی، چې ۲۳.۷ میلیونه وګړي چې د افغانستان له نیمايي زیات وګړي تشکیلوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دغې سازمان په راپور کې راغلي، چې اوسمهال په افغانستان کې ۱۲،۴ میلیونه وګړي د خوړو له خوندیتوب بې برخې دي، چې له دې ډلې ۲،۹ میلیونه وګړي د لوږې له بېړنۍ کچې سره مخ دي.

د دغه راپور په اساس، شاوخوا ۶،۳ میلیونه داخلي بې ځایه شوي کسان په خرابو شرایطو کې ژوند کوي او کافي سرپناه او لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

د دغې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۴ کال تر سپټمبر پورې شاوخوا ۷ لکه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي، چې درملنې ته لاسرسی هم نه لري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس