معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د روغتیا نړیوال سازمان په افریقا کې د ماربورګ ویروس خپریدو په اړه بېړنۍ غونډه وکړه

د روغتیا نړیوال سازمان په افریقا کې د ماربورګ ویروس خپریدو په اړه بېړنۍ غونډه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۶ مه نېټه):
د دغې سازمان مسوولینو د یادې ناروغۍ د واکسین او درملنې پر لارو چارو د بحث لپاره راټول شوي وو، چې تر اوسه یې لږ تر لږه ۹ کسان له امله مړه شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې دا ویروس د ایبولا په پرتله ډېر وژونکی دی.
دغه خطرناک ويروس د تبې او وينې په راتلو سره د ناروغ د مړينې احتمال ۸۸ سلنه ډېروي.
د افریقا د روغتیا سازمان چاروکو ماربورګ یوه ساري ناروغي بللې چې له خلکو سره د اړیکو، د جامو او د خوب بسترونو له لارې خپریږي.
تر دې دمه د ۱۶ اخته ناروغانو څخه ۹ مړه شوي دي.
رواغتیایي مسوولین پر دغې ویروس د اخته کسانو نښې تبه، ستړیا، اسهال او د وینو کانګې کول ښودلي.
دا ناروغي په انګولا کې په ۲۰۰۴ کې خپره شوېوه، چې له ۲ سوو څخه د ډېرو کسانو ژوند یې اخیستی و.
تېر کال په ګانا کې هم د ماربورګ ویروس له امله دوه تنه مړه شوي وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس