معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د ساري ناروغیو خپریدا پر زیانمنو خلکو اغېزې کړي

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د ساري ناروغیو خپریدا پر زیانمنو خلکو اغېزې کړي

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د ساري ناروغیو خپریدا پر زیانمنو خلکو اغېزې کړي
کابل- ګهیځ نیوز( د عقرب ۱۸ مه،۱۴۰۱):
د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO وایي په افغانستان کې د ساري ناروغیو خپرېدو پر هغو خلکو چې له مخکې زیانمن شوي وو لا ډېرې اغېزې کړې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په خپل خپاره شوي راپور کې همدا راز ویلي دي چی د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې ۳۲ زره افغانان په کور د ننه د روان کړکېج او طبیعي پېښو له امله بي ځایه شوي دي. یاد سازمان همدا راز وایي چې د ساري ناروغیو خپریدا، لکه حاده نس ناستې، شری، ډینګي تبه، ملاریا او د کويډ نولس(کرونا) په څېر ناروغیو هم پر خلکو چې له مخکې زیانمن شوي وو، زیاتې اغېزې کړي دي.
یاد سازمان همدا راز وایي چې په تیرې اکتوبر میاشت کی د ډینګي تبې پېښې زیاتې شوې او په ننګرهار ، لغمان او کابل ولایتونو کې ۴۶۸ مشکوکې پېښې هم ثبت شوې دي. د روغتیا نړیوال سازمان د خپل راپور په ترڅ کې ویلي دي چې د هغو ناروغیو په وړاندې چې د مخنیوي وړ دي، په ټول هېواد کې یې د واکسینونو له پروګرامونو سره مرسته هم کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبري چینل سره یو ځای شئ⬇️
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس