معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ اتاترک ملي روغتون کې ۱۰ نوې طبي څانګې پرانېستل شوې

د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ اتاترک ملي روغتون کې ۱۰ نوې طبي څانګې پرانېستل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د روغتیانړیوال سازمان په همکارۍ او د ترکیې هېواد په مالي مرسته اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې ۱۰ نورې نوې طبي څانګې پرانیستل شوې.
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي، یادو څانګو ته د طبي وسایلو پر پېرودلو باندې ۲۰ میلونه افغانۍ لګښت راغلی دی. د دې څانګو د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین محمد اسحاق صاحب زاده پر ټولو ډاکټرانو غږ وکړ، خپلو خلکو ته په پوره اخلاص کار وکړي.
له بلې خوا د خېریه بنسټونو استازو هم ډاډ ورکړ، چې د صحي خدماتو د معیاري کولو په برخه کې به دوی له افغانستان سره لا زیاتې مرستې وکړي.
په دې مراسمو کې د ترکیې د سفیر مرستیال هم ګډون درلود.
نوموړي وویل چې موږ به د افغانستان له خلکو سره په صحي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړو.
د اتاترک په ملي او تخصصي روغتون کې دا لس نورې څانګې په داسې مهال پرانیستل کیږي، چې لا هم افغانستان د صحي خدماتو له پلوه ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس