معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د سټندرډ ملي شورا مشر وټاکل شو

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د سټندرډ ملي شورا مشر وټاکل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د نورو دندو ترڅنګ، د سټنډرډ ملي شورا د مشر په توګه وټاکل شو.
د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، د سټنډرډ ملي شورا د ریاست ‌الوزرا مقام د ۲۰۸۳ ګڼې حکم پر اساس، هېواد ته د بې کېفیته توکو او غیر معیاري کالیو د واردېدو او همدارنګه د هېواد دننه د غیر معیاري او خپلسرو ودانیزو چارو په برخه کې د سټنډرډ ملي ادارې ستراتیژۍ او عمومي پالیسیو تصویب او د هغوی له تطبیق څخه د څارنې، د ملي سټنډرډونو او ودانیزو ملي کوډونو او نورمونو د تصویب او د تخنیکي مقرراتو د طرحو د تایید په موخه رامنځته شوې ده.
هېره دې نه وي چې د سټنډرډ ملي شورا سکرتریت د سټنډرډ ملي ادارې پر غاړه دی.
دې وروستیو کې د ستنډرډ ملي ادارې د هېواد په کچه د بې کېفیته تېلو او ګازو مخنیوي کې د پام وړ اقدامات ترسره کړي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس