کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مـ.ـولوي عبـ.ـدالکـ.ـبیر د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ایران په رسمي بلنه دې هېواد ته سفر کړی.
د افغان حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپلې اېکس پاڼې ویلي، سیاسي مرستیال به د دې درې ورځني سفر په ترڅ کې د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې ګډون وکړي.
د ده په خبره نوموړی به د ایران سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا، هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو حل او د همکاریو په پراختیا خبرې وکړي.
د مسوولینو په وینا سیاسي مرستیال به د دې سفر په جریان کې د یو شمېر نورو هېوادونو له استازو سره لیدنې کتنې ولري.
د ایران د نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسم به نن سه شنبه ترسره شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/