معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د رییس الوزرا سیاسي مرستیال وایي، حکومت هڅه کوي چې د نجونو د تعلیم پر وړاندې شته ستونزې هر څۀ ژر هوارې کړي

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال وایي، حکومت هڅه کوي چې د نجونو د تعلیم پر وړاندې شته ستونزې هر څۀ ژر هوارې کړي

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۵ مه نېټه):
د حکومت د رسنیو مرکز په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ریاست الوزراء سياسي مرستيال تېره ورځ د قاضي ګل الرحمن په مشرۍ د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ټولنې له رهبري پلاوي سره په کتنه کې ویلي، چې حکومت یې د نجونو له تعلیم سره مخالفت نه لري.
نوموړي دغه لیدنه کې زیاته کړې چې هڅه کوي چې رامنځته شوی ځنډ ژر له منځه ولاړ شي.
په دغه کتنه کې د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې مشر ويلي، خصوصي پوهنتونو په سختو شرایطو کې د افغانستان د باسواده کېدو او د هېواد پرمختګ لپاره د لوړو زده کړو په برخه کې پانګونه کړې ده.
د خبرپاڼې له قوله د دې ټولنې پلاوي په هېواد کې د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازو پرانیستو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې يې خپل وړاندیزونه او مشورې شریکې کړې.
د لوړو زده کړو وزارت په هېواد کې د نجونو لوړې زده کړې تر بل امر پورې ځنډولې دي. دغه پرېکړه په ملي او نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخ شوه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس